په کابل کي متقاعدینو یو ځل بیا اعتراض کړی او د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

د شنبې په ورځ لسګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کي د تقاعد ریاست مخه ته راټول سوي وه او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
د افغانستان د متقاعدینو د اتحادیې مشر افندي سنګر وايي، چي د مالیې وزارت په دې وروستیو کي د متقاعدینو د معاشونو لپاره یو مهالویش چمتو کړی چي له مخي به یې د ځینو متقاعدینو معاشونه په اوږد مهاله ډول ورکړل سي.
د هغه په وینا، دوی د دې معاشاتو لپاره تقسیم اوقات چمتو کړی او هر وزارت ته هره میاشت وخت ورکول سوی.
ده زیاته کړه دا هغه څه دي چي طـ.البانو ورته ویلي او فکر نه کوي چي دا هرڅه دي ژر تر سره سي.
ده وویل، د تقاعد سويو کسانو ټول شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره کسان دي، چي له شاوخوا څلورو کلونو راهیسي یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *