په کابل کي نامعلومو وسله والو يو پخوانی نظامي افسر وژلی

د کابل څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په قصبه سيمه کي د تېر جمهوري نظام يو افسر د خپل کور مخ ته نامعلومو کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
د ځايي خلګو په وينا چي دغه وژل سوی کس احمد فهيم حيدري نومېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د پوليسو د ځانګړي قطعې افسر وو.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د تېر نظام د پوليسو او کارکوونکو د وژنو پېښي زياتي سوي، چي خلګ ئې پړه پر ط.. البانو اچوي.