په کابل کي چاودني ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په کابل کي چاودني ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، نن یک شنبه د کابل د ۱۳مي حوزې اړوند په دښت برچې سیمه کي د یوې چاودني له امله یو کس وژل سوی او ۱۱ کسان نور ژوبل سوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه ماځیګر څلور نیمي بجې پر یوه ټونس ډوله موټر سوې ده.
تر اوسه کوم چا د یادي چادني مسوولیت نه دی منلی؛ خو تر دې مخکي د داسي چاودنو مسولیت تر ډېره د.اع.ش وسله والي ډلي منلی دی.
دا چاودنه داسي مهال سوې چي، دوې ورځي وروسته پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنېدو درېیمه کالیزه ده او د چارواکو په وینا، د دغه ورځي لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول سوي دي