په کابل کي یو هلک د خپلي معشوقې د انا څخه ۳۰۰۰۰ ډالر غلا کړي

د مرکز کابل د دولسمي حوزې ط.الب مسئولینو رسنیو ته ویلي چي د خالد په نوم هغه غل یې د ملګرو سره یو ځای نیولی دی چي د خپلي معشوقې د انا څخه یې ۳۰۰۰۰ زره ډالر غلا کړي وو.
ط.البان د یادي غلا د پلان په اړه وایې چي انجلۍ هلک ته د هغه د غريبۍ له امله اجازه ورکړې وه چي ددې د انا څخه درې زره ډالر غلا کړي خو هلک د وعدې خلاف دیرش زره ډالر کړي وو.

نیول سوي هلک خالد بیا ویلي دي چي دی د غلا پر وخت وارخطا وو او ډالر یې ناحساب کړي جیب ته اچولي دي نو ځکه یې د درې زره ډالرو پر ځای دیرش زره ډالر غلا کړي دي،خالد زیاته کړې چي هلته سره زر او نور قیمتي شیان هم پراته وو خو ده ورسره غرض نه دی کړی.
د انجلۍ انا د یادي پېښي په اړه ویلي دي چي زه او د کورنې نور غړي په میلمستیا تللي وو چي پر حال یې دغه غلا سوې ده.

د خالد سره نیول سوو ملګرو بیا ویلي چي دوی غله نه دي بلکي دا یې د غلا لومړی ځل وو چي د غلا ځای ته د خالد د ساتلو او شاوخوا سیمي د څارلو له پاره ورسره تللي وو.
د یادوني وړ ده چي ط.البانو ویلي چي د یادو غلو سره یې ځیني اسلحې هم نیولي دي.