په کاپيسا کي د لفظي شخړي له امله درې تنه وژل سوي

د کاپيسا د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د مرکز په نو اباد سيمه کي د دوو کورنيو ترمنځ لفظي شخړه؛ په تاوتريخوالي اوښتې چي پر مهال ئې د يوې کورنۍ درې غړي د يوې ښځي په ګډون د کلاشنکوف په وسيله ويشتل سوي او وژل سوي دي.
په خبره پاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ تر غرمې مخکي پېښه سوې ده.
د خبرپاني په حواله چي د يادي پېښي په تړاو ئې يو کس نيولی دئ.
د يادوني وړ ده ، چي په خبرپاڼه کي د يادي لفظي شخړي د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دئ بيان سوی.