په کاپيسا کي يو کس خپل ميرمن وژلي ده

د کاپيسا په اله سای ولسوالۍ کي يو کس د خپل ميرمني په ګډون دري تنه ويشتلي او وژلي دي. د کاپيسا د امنیې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پېښه د جمعې په ورځ رامنځ ته سوي ده. خبرپاڼه کاږي، چي د کفايت الله په نوم ياد کس د مهربان په نامه بل کس، د هغه زوی او خپل ميرمن وژلي او وروسته ئې ځان هم ويشتلی خو په زخمي حالت کي نيول سوی دئ.
په خبرپاڼي کي ويل سوي دي، چي ياده پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته سوي ده. دا په داسي حال کي ده چي په دا وروستيو کي په افغانستان کي ورځ تر بلي جنايي او د وژني پېښي مخ پر ډېرېدو دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *