د کاپيسا امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د دوشنبې په ماښام د دې ولايت د کوهبند ولسوالۍ په ملنګخيلو کلي کښو د دوو کورنيو ترمنځ د لفظي شخړي له امله يو سړی وژل سوی او اته کسان، چي څلور ښځي او څلور نارينه پکښي شامل دي، ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د ياده پېښه د لاري د ويش پر سر رامنځ ته سوې، چي پرمهال ئې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.