ستري محکمې خبر ورکړی چي په کاپیسا ولایت کي د یوې ښځي په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزاګاني ورکړل سوي.
دغې محکمې نن په یوه اعلامیه کي ویلي چي دغه کسان په زنا او لواطت تورن وو چي په عام محضر کي له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهل سوي، درې تنه یې په یونیم کال تنفیذي بند، څلورم په یوه کال او پنځم په دوه کاله تنفیذي بند محکوم سوی دی.
ستره محکمه وايي، د دغو سزاګانو د تطبیق پر مهال ځیني لوړ رتبه چارواکي هم حاضر وو.
د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ په افغانستان کي په دُرو د تورنو کسانو د وهلو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.