په کاپیسا کي کور نړېدو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کاپیسا ولایت امنیې قومندانۍ ویلي چي، د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کي د یوه کور نړېدو په پېښه کي یو کوچنی مړ او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، ژوبل سوي کسان د درملني لپاره د یاد ولایت روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د رامنځ ته کېدو لامل یې وروستي بارانونه یاد کړي دي.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، په دې وروستیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي د بارانونو، سېلابونو او یخ له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *