په کجکي کي د سیلابونو له امله د یوې کورنۍ ۷ اووه تنه مړه او درې نور ټپيان سوي

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي،د زیاتو اورښتونو له امله د کجکي ولسوالۍ د ابغول په سیمه کي سیلابونه راوتلي چي د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه او درې نور ټپیان سوي.
د هغه په وینا، مړه سوي کسان د کور څښتن، د هغه دوې مېرمني، دوې لوڼي او دوه یې زامن دي.
ده زیاته کړه، د یادي ولسوالۍ د قاضي خیلو په سیمه کي پر دریو تنو نجونو دېوال رانړېدلی او ټپیاني سوي دي.
ده وویل، په دې بابا بازار او اذان سیمو کي بیا یو شمېر دوکانونه او کورونه د سېلابونو د اوبو له امله زیانمن سوي او شل کورونه اوبو تخریب کړي دي خو ځاني زیانونه نه لري.
په هلمند کي د ورستیو اورښتنو له امله خلکو ته خبر ورکول سوی چي د رود له غاړي او اوبو له مسیر څخه ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.