د پاکستان پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د دغه هيواد په کراچي ښار کي ئې څلور تنه هغه پوليس د غلا سره لاس په لاس نيولي، چي د فولادو د فابريکې څخه ئې غلا کول.
هغوی وايي، چي د دغه غلو پوليسو سره يو ځای ئې ۵۵ کيلو ګرامه مس هم نيولي، چي غلا کړي ئې وه.
د پاکستان پوليس وايي، چي دغه غله پوليس ئې د قانون منګلو ته سپارلي او څېړني ورڅخه رواني دي، چي وروسته به ئې بشپړ جزئیات د رسنيو اوخلګو سره شريک کړي.