په کراچۍ کي د تیري شپې ځانمرګي برید مسوولیت بلوچ بېلتونپالو منلی او د درنې مرګ ژوبلي ادعا یې کړې

په اسلام‌آباد کي د چین سفارت تایید کړې چي دوه چینایي وګړي د کراچۍ هوایي ډګر مخ ته د تېري شپې په برید کي وژل سوي دي.
دغه سفارت نن په یوه خبرپاڼه کي دغه برید ترهګریز بللی او زیاته کړې يې ده چي یو چینایی وګړی پکښي ټپي سوی هم دی.
دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چي دغه حمله وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.
د پاکستان ځایي پولیسو او چارواکو مخکي تر دې ویلي وه چي پیښه د یوه ټانکر د چاودني له کبله رامنځته سوې، خو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ویلي چي دا پر بهرنیو اتباعو یو هدفي برید وو.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو بیا ویلي، دا ځانمرګی برید وو چي د دوی یوه جنګیالي تر سره کړی او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه ډلي د خپل یوه سرتیري د عکس په خپرولو سره ویلي، چي د دې برید هدف په سیمه کي د چینایي پانګه‌والو، انجینرانو او پوځ کاروان وو.
په پاکستان کي مخکي هم پر چینایي کارکوونکو ورته خونړي بریدونه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *