په کرمه کي د یهودي پاکستاني پوځي وژل کېدل؛ وزیر اعظم یې کلیسا ته ورغلی

د ‫پاکستان‬ وزير اعظم شهباز شريف او د فوج مشر جنرال عاصم منير د راولپنډۍ په يوه کليسا کي د هغه فوځي په اخیري رسومات کي ګډون کړی چي په ‫قبايلي‬ سیمه کرمه کي د جمعي په ورځ په يوه چاودنه کي وژل سوی وو.
د فوځ په يو بيان کي ويل سوي چي هارون ويليم نهه ويشت کلن او د اسلام اباد اوسېدونکی وو.
د وزير اعظم دفتر ویلي، چي شهباز شريف د پاکستان په پرمختګ کي د عيسویانو رول ستایلی او هارون ویلیم یې د پاکستان یو وفادار مسيحي فوځي یاد کړی.
پاکستاني طالبانو د کرمي د سړک غاړي چاودني مسووليت منلي وو.
د یادوني وړ ده چي د پاکستان په پوځ کي د هندوانو تر څنګ ډيری یهودان هم سته.