په کندهارکي هغه غل نيول شوی چي دښځوپه جامه کي يي غلا کول

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي هغه کس نیول سوی چي د ښځو په جامه کي يې له کورونو څخه غلاوي کولې.
د ډنډ ولسوالۍ مسولین وايي، په کلچ آباد سیمه کي يې یو کس نیولی، چي په ښځینه حجاب کي کورونو ته تلی او بيا به يې په ځانګړي مهارت غلاوي کولې.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي يو ځل بيا کندهار کي د غلاوو ګراف لوړ سوی او خلګ د امنیتي ادارو څخه د غلا د مخنیوي غوښتنه کوي.