په کندهار او تخار کي ۸ کسان په درو وهل سوي دي

ستره محکمه وايي، نن (چهارشنبه) یې په کندهار او تخار ولایتونو کي اته کسان په عام محضر کي د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

د ستري محکمې له خوا په یوه خبرپاڼه کي ویل سوي چي، د دغو کسانو له ډلي پنځه کسان د غلا او زنا په تورونو د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي په درو وهل سوي او د بند مودې هم ورته ټاکل سوي دي.

محکمې همدارنګه ویلي، چي په تخار کي یې هم د دوو ښځو په ګډون درې کسان د زنا په تور په درو وهلي او په بندونو ئې هم محکوم کړي دي.

د ستري محکمې په وینا، دا کسان یې د عبرت په خاطر په عام محضر کي په درو وهلي دي.

دا خبر تر هغه وروسته ورکول سوی چي، پرون په سمنګان کي هم یو کس د زنا په تور د ستري محکمې له خوا په عام محضر کي په درو ووهل سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *