مسوولین وایي، دا سیالۍ له تخته پل ولسوالۍ څخه تر ترنک پله پوري په ۵۰ کیلو متري واټن کي ترسره سوې چي په پایله کي یې پنځه تنه د ياد ولايت د بایسکېل ځغلوني ټاکنیزي لوبډلي ته وټاکل سول.
دا سیالۍ وروسته له ډيره وخته کندهار کي تر سره کیږي او بایسکل ځغلوني لوبغاړي وایي، چي دا ډول سیالۍ باید زیاتي سي.