په کندهار ښار کي څه کم دوه کيلو متره استنادي دېوال جوړ سو

د کندهار ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم وایي، د ۱۳ ناحيې اړوند د لويي ويالې پر غاړه د ۱۹۴۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال چي شاوخوا درې مياشتي مخکي يي چاري پيل سوي وې، پاي ته ورسيدې.
د هغه په وینا، په دغه رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۲۵۰ کسانوته په فني او غيري فني ډول د کار کولو زمينه برابره سوې وه.
هغه زیاته کړه چي د دې پروژې لګښت د یونپس موسسې له خوا ورکول سوی خو معلوم نه دی چي څومره پیسې ورباندي مصرف سوي دي.
په کندهار کي ځیني موسسات کوم چي په رغنیزو او نورو چارو کي مرستي کوي د خپل لګښت په اړه معلومات نه ورکوي.