په کندهار کي اورلګېدني څه باندي ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

د کندهار د امیې قوماندانۍ چارواکي وایي، په دغه ولایت کي د بېلابېلو استعمال سویو توکو په یوه مارکېټ کي چي په بوش بازار مشهور دی اورلګېدنه سوې.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، دغه اورلګېدنه نن چهار شنبه له غرمې مخکي شاوخوا یوولس بجې د کندهار ښار اړوند د پنځمي حوزې په سیمه کي رامنځ ته سوې.
د هغه په وینا، د دغه سیمي په یوه مارکېټ کي بېلابېل کانټینري بهرني توکي خرڅيږي او ۱۳ دوکاندارانو ته ۴۸ میلیونه ۲۴۰ زره افغانۍ زیان اوښتی، دغه راز د نیم میلیارډ افغانیو په ارزښت مالونه له سوځېدو ژغورل سوي او اور د اطفایې له خوا مهار سوی.
په دغه مارکېټ کي سلګونه کسان هغه استعمالي توکي خرڅوي چي له بهرنیو هیوادونو څخه راوړل کېږي او یا هم په تېرو کلونو کي له کندهار هوايي ډګر څخه راایستل سوي دي ځکه ورته بوش بازار ویل کیږي.
له دې څه موده وړاندي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د موټرانو د پرزو په یوه مارکېټ کي اورلګېدني میلیونونه افغانۍ زیان اړولی وو.
په دې وروستیو کي د هیواد په بېلابېلو په ځانګړې توګه سرحدي ولایتونو کي د اورلګېدني پيښي زیاتي سوي چي خلک یې اندېښمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *