په کندهار کي دوې خوندي اوبو ډوبي او مړې کړي دي

چارواکي وایي، په کندهار کي پرون د جمعې په ورځ دوې نجوني په اوبو کي د لامبېدو پر مهال اوبو ډوبي او مړې کړي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، دغه نجوني د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کي په ظاهرشاهي کانال «لویه ویاله» کي لمبېدلې چي اوبو ډوبي کړي دي.
ظاهر شاهي کانال ته اکثره د نږدې کورونو ښځي او نجوني ورځي چي د جامو مینځلو تر څنګ اوبه هم کورونه ته وړي چي ځیني وخت داسي پیښي رامنځ ته کیږي.
د معلوماتو له مخي سږ کال یوازي په ارغنداب کي د ظاهرشاهي کانال اوبو د دغه دوو نجونو په ګډون ۱۸ تنه وژلي چي ۸ اته یې کوچنیان دي.
د ګرمۍ په موسم کي اکثره ځوانان او کوچنیان په ظاهرشاهي کانال کي لمبیږي چي ځیني یې د ډېرو اوبو او بې احتیاطۍ له امله په اوبو کي ژوند بایلي.