په کندهار کي دچاپي مطبوعو کارونه ټکني سوي

په کندهار کي دچاپي مطبوعو کارونه ټکني سوي او مسوولین یې وایي، دپخوا په څېر خلک مجلې، کتابونه او نور توکي ډېر نه چاپوي خو یوازي دساده کاغذونو او بروشرونو چاپول زیات سوي.

دکندهار داطلاعات او فرهنګ ریاست مامورین بیا وایي دمطبوعو دکار په برخه کي کوم خاص بدلون نه دی راغلی او دپخوا په څېر یې چاري دوام لري زموږ همکاره پرې راپور لري.