په کندهار کي د احمد شاهي حوض ترميماتي چاري پای ته ورسېدې

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د احمد شاهي حوض ترميماتي چاري چي تېر کال پيل سوي وې نن یکشنبه پای ته ورسېدې.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریيس مولوي انعام الله سمنګاني وايي، د دغه حوض ترميماتي چاري د تېر ۱۴۰۲ کال د تلي په میاشت کي د اطلاعات او فرهنګ د وزير ملا خيرالله خيرخواه په حضور کي پيل سوي وې.
د هغه په وینا، د احمد شاهي حوض پر ترميماتي چارو څه باندي ۷ میلیونه ۱۴۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.
ښاغلي سمنګاني زياته کړه، چي اوس مهال ياد تاريخي حوض د تخريب او له منځه تلو څخه وژغورل شو.
احمد شاهي حوض د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند په رباط سيمه کي موقعيت لري چي شاوخوا درې کاله وړاندي په تاریخي ابداتو کي ثبت او راجستر سوی.
د احمد شاهي حوض د ترمیم خبر پر داسي مهال ورکول کيږي چي د معلوماتو له مخي په غور کي د جام منار، د هرات منار او په ځینو نورو ولايتونو کي ځيني تاريخي ځايونه د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.