په کندهار کي د افغاني غالیو او لاسي صنایع درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو

په کندهار کي د پنجشنبې په ورځ د افغاني غالیو او لاسي صنایع درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو چي د بېلابېلو ولایتونو څخه د غالۍ اوبدلو صنعتي شرکتونو او د کندهار یو شمېر صنعتکارانو خپل تولیدات پکښي نندارې ته ایښي دي.
که څه هم په کندهار کي د غالیو تر څنګ ډېری نور لاسي صنایع سته خو په دغه نندارتون کي د لاسي صنایع په برخه کي هیچا هم خپل تولیدات نه وه راوړي.
د دغه نندارتون تنظیموونکي او د افغانستان د غالیو صادروونکو د اتحادیې مسوولین وایي، له دغه نندارتون څخه یې موخه دا ده تر څو افغاني غالۍ او نور لاسي صنایع په کور دننه او بهر کي ښه وپېژندل سي او ډېر خلک کار ځني واخلي.
په کندهار کي په تیرو کلونو کي زیات شمېر ښځي د غالۍ اوبدلو او نورو لاسي صنایع په برخه کي په کار بوختي وې خو دا مهال د غالیو اوبدلو کار په ټپه ولاړ دی او د لاسي صنایع په برخه کي هم د ښځو اکثره کار ځایونه بند سوي دي.