په کندهار کي د افغان تليکام د وايفای انټرنيټي خدمات بېرته پيل سوه

د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال د محلي سرچينو په حواله ويلي، چي په دغه ولايت کي د افغان تلیکام د وایفای خدمتونه يو ځل بيا پيل سوي دي.
هغه وايي په کندهار کي د ټولو بانکونو، ادارو او دفترونو انټرنيټ بېرته فعاله سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه انترنیټ د نوري فایبر نه دئ؛ بلکي د پواینټ ټو پوانیټ له لاري وصل سوی.