په کندهار کي د الفت استقلال لوبډلي د فوټبال سياليو اتلولي ترلاسه کړه

د کندهار ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز کي د شپږو لوبدلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چي یوه اوونۍ مخکي پیل سوې وې، د الفت استقلال لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د کندهار الفت استقلال او فراه عدالت لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په لومړیو کي لوبه صفر پر صفر مساوي سوه، خو د پېنالټیو په وخت کي د کندهار الفت استقلال لوبډلي خپلي سیالي د فراه عدالت لوبډلي ته د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.