د کندهار څخه د ښځينه لباسونو خیاطانو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د امرب.االمعروف مامورينو په مارکيټونو کي د ښځينه لباسونو دخياطانو ټول دکانونه تړلي دي.
هغوی ويلي چي په دوامداره توګه ط..البان هغوی تعقيبوي او د کار کولو اجازه نه ورکوي.
هغوی شکايت کوي، چي دوی د غريبۍ له امله د خپل ژوند لومړنۍ اړتياوي هم نه سي پوره کولای .
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د دغه بنديزونو له امله په کندهار کي لسګونه ځوانان بېکاره سوي او د اقتصادي ستونزي سره لاس او ګريوان دي.