د کندهار د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د کندهار ښار اړوند په پنځمه ناحیه کي د تېلو په عمومي مارکېټ کي د اور لګېدني له امله ۱۵ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی او درې تنه کارکوونکي يې هم ژوبل سوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، دغه اور لګېدنه نن غرمه د جنراتورونو د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته سوې.
د هغه په وینا، سیمي ته د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو او کندهار هوايي ډګر د اطفایې مدیریت کارکوونکي پر وخت رسېدلي او اور یې مهار کړی دی.
دا اورلګېدنه داسي مهال رامنځ ته سوې چي د تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي په پای کي هم د کندهار ښار د پنځمي ناحیې اړوند په بوش بازار کي د اورلګېدني له امله سوداګرو ته څه باندي ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی وو.