په کندهار کي د اوسپنیزو وسایلو په برخه کي ډېره اړتیا اوس دلته له تولیدي فابریکو څخه پوره کیږي

په کندهار کي د اوسپنیزو وسایلو او ماشینري په برخه کي ډېره اړتیا اوس دلته له تولیدي فابریکو څخه پوره کیږي. د دغه فابریکو مسوولین وایي، لویه ستونزه یې د برېښنا، په صنعتي پارک کي د مناسب ځای د نه شتون او نورو خدماتو ده. دوی وايي، له دې امله چي دلته د برېښنا ستونزه دوامداره وه ډېری فابریکې هرات او کابل ته انتقال سوي