د ایران قونسلګرۍ په کندهار کي سیاحتي شرکتونو ته يوه نوې پرېکړه لېږلې ده، چي له مخي ئې د ایران د ویزې غوښتونکو له پاره د پارسي ژبې زده کړه شرط ګرځول سوی دئ.
د ايران د قونسلګرۍ په دغه نوې پرېکړه کي ويل سوي، هغه کسان چي په پارسي ژبه نه پوهېږي، د ایران ویزه به ورته نه ورکول کېږي.
د ايران د قونسلګرۍ له خوا دغه پرېکړه د پښتنو د خوا تر نيوکي لاندي راغلې ده، د هغوی په وینا چي دا د پښتنو پر وړاندې ژبنی تعصب دئ.
د ایران د ویزې غوښتونکي وايي، د ايران له خوا د غه نوې پرېکړه نه یوازي غیر عادلانه ده، بلکي د پښتنو پر وړاندي د ژبني تعصب ښکارندویې کوي. دوی وايي،هغه پښتانه چي په پارسی ژبه نه پوهېږي، دا شرط ورته د ویزې ترلاسه کولو پروسه نوره هم ستونزمنه کړې ده.
دغه راز د ايران د وېزو غوښتونکو اندېښنه ښودلې ، چي دغه نوې پرېکړه به د هغو کسانو له پاره لوی سرخوږی جوړ کړي، چي د مريضانو د درملني یا نورو اړینو کارونو له پاره ایران ته د تلو اړتیا لري.
په ورته وخت کي د ايران ويزې غوښتونکو د ط..البانو له چارواکو غوښتنه کړې، چي د دې ستونزي د حل له پاره د ایران له حکومت سره خبري وکړي. دوی وايي، دا پرېکړه بايد لغوه سي ځکه چي دا نه یوازي د پښتنو حقونه تر پښو لاندي کوي، بلکي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړیکې هم زیانمنوي.
بايد وویل سي، چي په کندهار کي د ايران د قونسلګرۍ د ايران د ویزې غوښتونکو له پاره نور هم داسي شرطونه اېښي چي پوره کول ئې سخت دي او ويزه غوښتونکي ئې د ستونزو سره مخ کړي دي.