په کندهار کي د ا.ا د مشرتابه په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسوولینو غونډه سوې ده

د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره ورځ یکشنبه په کندهار کي د ا.ا د مشرتابه په مشرۍ د ګڼو لوړ پوړو امنیتي مسوولینو تر منځ غونډه سوې او پر ځینو مسایلو پکښي بحثونه سوي دي.
د هغه په وینا، په دې غونډه کي د ملي دفاع سرپرست وزیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست او نورو لوړ رتبه امنیتي مسوولینو ګډون درلود.
ده زیاته کړې، په ناسته کي د امنیتي ارګانونو مسوولینو په خپلو استقامتونو کي د پرمختګونو او اجرأتو په اړه د مشرتابه مقام ته توضیحات ورکړي دي.
ذبیح الله مجاهد وایي، د مشرتابه عالي مقام د یادو ارګانونو د مسوولینو هڅي ستایلي او په مختلفو برخو کي یې هغوی ته سپارښتني کړي دي.
هغه زیاتوي چي د غونډي په جریان کي د امنیتي ارګانونو اړوند ستونزو هم بحث وسو چي مشرتابه یې د حل په اړه لازم هدایات وکړل.