د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د شاجوۍ مانده په سيمه کي ټکټر او يو بل کوچنی موټر ټکر سوی، چي له امله ئې شپږ کسان ټپيان سوي دي.
د سرچينې په وينا چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ترافيکي اصولو د نه مراعاتولو او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله په افغانستان کي ترافيکي پېښي زياتي سوي دي.