په کندهار کي د ترافیکي پیښي له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

امنیتي مسوولین وایي، د کندهار – هرات پر لويه لاره د میوند ولسوالۍ د ملا عبدالله جان آخند د پمپ سره د ټېلر موټر او زرنج رکشا تر منځ ترافیکي پېښه سوې ده چي پر مهال یې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوامدانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دغه پېښه تېره ورځ جمعه رامنځ ته سوې چي له امله یې ۲۱ کسان ټپيان او د یوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون درې تنه مړه سوي دي.
هغه زیاته کړه، په زرنج رکشا کي ماشومان ډېر وه ځکه ټپیان اکثره کوچنیان دي چي میرویس روغتون ته لېږدول سوي.
په هیواد کي لا هم ترافیکي پيښي زیاتي کیږي چي لاملونه یې تېز سرعت، بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول بلل سوي دي.