په کندهار کي د راکټ زړې مرمۍ د چاودني له امله ۵ کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د راکټ د یوې زړې مرمۍ د چاودني له امله درې تنه کوچنیان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
د پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس قاري عبدالسلام عمري وایي، دغه پېښه په سه شنبه له غرمي وروسته شاوخوا درې بجې د معروف ولسوالۍ په شخکي کلي کي رامنځ ته سوې ده.
د هغه په وینا، دغه ماشومانو د راکټ یوه زړه مرمۍ د غره په لمن کي پيدا کړې وه او وروسته چاودنه رامنځ ته سوې وه.
ده زیاته کړه، دوه ټپيان سوي او دوه وژل سوي کوچنیان د یوه کس زامن دي او بل وژل سوی ماشوم بیا د بل کس زوی دی.
د کندهار په بېلابېلو سیمو کي د پخوانیو جګړو څخه مځکني ماینونه او ناچاوده توکي پاته دي چي اکثره وخت یې قربانیان ماشومان وي.