په کندهار کي د روغتیايي انسټيټیوټونو لپاره د کانکور ازمویني دوام لري

په کندهار کي د روغتیايي انسټيټیوټونو لپاره د کانکور ازمویني دوام لري او سلګونه کسانو پکښي ګډون کړی. د دغه کانکور ګډونوال وایي، دا چي په دولتي روغتیايي انسټیټیوټ کي انجونو ته د زده کړو اجازه ورکول سوې ده باید په خصوصي انسټيټیوټونو کي هم انجوني زده کړو ته پريښودل سي.

مسوولین بیا وایي، تمه لري چي په کندهار کي دا ستونزه حل سي او په خصوصي روغتیايي برخه کي هم ښځي زده کړي پيل کړي.