په کندهار کي د قيتول غره په لوړه سطحه کي د لرغونو حوضونو د ثبت چاري تر سره سوې

د اطلاعات او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند وایي، د کندهار د زاړه ښار اړوند د قیتول د غره په جنوبي او لوېدیځ اړخ کي د غره په لوړه برخه کي د ډبرو او پخو خښتو څخه لوی پاخه پخواني حوضونه جوړ سوي.
د هغه په خبره، اوس مهال د دغو لرغونو حوضونو د زیاترو برخو سرونه رالوېدلي دي، خو د ودانیو څنډي، ستون او اړخونه یې لا هم هغسي ولاړ دي.
د هغه په وینا، د تاریخي روایاتو پر اساس یاد حوضونه د زاړه ښار او نارنج ماڼۍ سره همهاله جوړ سوي دي، چي د زاړه ښار (نارنج ماڼۍ) اوسېدونکو به د دغه حوضونو له اوبو ګټه اخیستل.
په کندهار کي دا مهال تر څلور سوه زیات تاریخي ابدات ثبت سوي چي د ځینو ډېره برخه یې له منځه وړل سوې ده.