په کندهار کي د لاسي بم چاودني له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګي آباد سیمي په یوه کور کي د لاسي بم چاودني یو ماشوم وژلی او د یوه ماشوم په ګډون دوې ښځي هم ټپياني سوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه د کب ۱۸) رامنځ ته سوې چي پکښي د بلال احمد په نوم یو ماشوم وژل سوی.
د هغه په وینا، ټپي ماشوم او دوې ښځي د درملني لپاره د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول سوي او تر تداوي لاندي دي.
د کندهار په ډيری سیمو کي د پخوانیو وختونو پاته ناچاوده توکو څخه اوس هم ډېری کسان تر ګواښ لاندي دي.
که څه هم دا مهال د کندهار په ځینو سیمو کي د ماین پاکۍ ځيني موسسې په کار بوختي دي خو خلک غوښتنه کوي چي د ماین پاکۍ چاري باید په ټولو هغه سیمو کي تر سره چي له ډير خطر سره مخ دي.