په کندهار کي د لا ښه امنیت خوندیتوب؛ د استخباراتو مرستیال ملا تاجمیر کندهار ته راغلی

چارواکي وایي، تېره ورځ کندهار ته د استخباراتو ادارې لومړي مرستیال ملا تاج میر جواد سفر کړی او دلته یې په مشرۍ غونډه جوړه سوې وه چي بېلابيلو چارواکو او مسوولینو پکښي ګډون کړی وو.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، په دې غونډه کي امنیتي چارواکو د خپلو کړنو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د امنیت ښه کولو په اړه ورته لازمي پرېکړي وسوې.
ملا تاج میر جواد پر داسي مهال کندهار ته تللی، چي له تېرو څو ورځو راهیسي د امریکا بې پیلوټه الوتکو خپل څار پر دغه ښار زیات کړی دی.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د کندهار په مرکز کي د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګي برید پېښه هم هغه څه بلل کیږي چي د کندهار امنیت یې د چارواکو پام اړولی.
د دغه برید مسوولیت چي داعش ډلي پر غاړه اخیستی وو زیات شمېر نظامي او ملکي کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې وه.