په کندهار کي د لبنیاتو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، پر بهرنیو وارداتي توکو باید مالیه لوړه سي

په کندهار کي د لبنیاتو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، پر بهرنیو وارداتي توکو باید مالیه لوړه سي تر څو دلته په کور دننه تولیدات ښه بازار ولري. بل خوا د فارمونو کارکوونکي وایي، د بهرنیو تولیداتو له امله د دوی د غواوو شېدي بازار نه لري او دوی له زیان سره مخ دي. د کندهار د صنعت او معدن خوني مسوولین بیا وایي، پر بهرنیو تولیداتو د محصول موضوع یې له مسوولینو سره شریکه کړي خو غوښتنه کوي چې هیوادوال باید وطني تولید وکاروي