په کندهار کي د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د خدماتو یو ګرځنده مرکز فعال سو

په کندهار کي د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د خدماتو یو ګرځنده مرکز فعال سو تر څو د ښاریانو تر کورونو پوري ورسي او هغوی ته خدمات په خپله سیمه کي وړاندي کړي. یاد مرکز به د عامه پوهاوی، د شکایتونو ثبت، د جوازونو ویش او د صفايي د تحويلۍ خدمات وړاندي کړي. پر همدې مهال ښاریان د ښاروالۍ له دغه اقدامه خوښ دي خو د مالیاتو د کموالی غوښتنه کوي.