په کندهار کي د وسلوالو غلو لس کسیزه ډله نیول سوې

د کندهار د ط…البانو امنتي مسؤلین وایي، چي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کی ئې د وسلوالو غلو یوه ډله نیولي، چي په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کي ئې د وسلې په زور موټرسيکلان اخېستل.
هغوی وایي چي له یادو غلو سره ئې یو ځای ۱۶عرادي موترسیکلان هم نیولي دي.
د یادوني وړه ده چي د سه شنبې په ورځ په کندهار کي وسلوالو غلو دکندهار ښار په ۱۲ حوزه کي د بلال احمد په نامه ځوان د موترسیکل اخېستلو پر مهال وژلي و.