په کندهار کي د يارانه مارکيټ دکانداران وايي، چي ط..البانو ئې د کوچنۍ ږيرو له امله دکانونه تړلي

د کندهار ښار د ۹ ناحيې د يارانه مارکيټ دکاندارانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د امرب.االمعروف مامورين ئې خپل کاروبار ته نه پرېږدي.
د هغوی په خبره چي د امرب.االمعروف مامورين چي مارکېټ ته راسي د هغه دکاندارانو چي ږېره ئې کوچنۍ وي موبایلونه ورڅخه اخلي او ورته وايي چي د موبايل له پاره د کورنۍ د مشر سره يوځای حوزې ته راسه او هلته بيا تعهد ورڅخه اخلي چي ږېره به پرېږدي.
هغوی وايي چي ډېر وخت د‌ همدې ستونزي له امله ئې ط..البان دکانونه هم تړلي.
دغه دکانداران شکايت کوي، چي امرب.االمعروف مامورين دکاندارانو ته وايي چي پر تور حجاب لرونکو او بې محرمه ښځو به توکي نه خرڅوئ، چي له امله ئې د دوی کاربار په ټپه ولاړ دئ.
هغوی وايي د ط..البانو د دغه بنديزونو له امله ئې د ورځي لس افغانۍ سودا هم نه کېږي.
هغوی څراغ تلوېزيون ته ويلي:« د ط..البانو امرب.االمعرف مامورين مو يوه ورځ دکانونه د ږيري په بهانه بندوي بيا وايي چي تورحجاب لرونکو ښځو ته سودا مه ورکوئ اوس موږ داسی حالت ته ولاړ يو چي دکانونه وتړو.»
دا په داسي حال کي ده چي ط..البان ورځ تر بلي پر ولسي خلګو باندي فشارونه زياتوي او د خلګو ژوند د ستونزو سره مخ کوي.