د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کلي کي د يوه وژل سوي کس جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه کس مخکي وژل سوی و او وروسته ئې جسد په دغه سيمه کي غورځول سوی و.
د سرچينې په خبره چي د وژل سوي کس د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ .
سرچينه زياتوي چي د دغه کس هويت هم روښانه نه دئ او جسد ئې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د کندهار ط..البانو د دغه وژل سوي، کس په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.