په کندهار کي د پاکستان کونسلګرۍ د زیات شمېر کسانو وېزې رد کړي دي

د جنوبي ولایتونو اوسېدونکي او د سیاحتي شرکتونو مسولین وایي، په کندهار کي د پاکستان کونسلګرۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسي زیات شمېر ویزې پرته له کوم دلیله رد کړي دي.
دوی وايي، چي له کوچني اختر وروسته زیات شمېر ناروغانو ۴۰ ورځي وېزو ته انتظار کړی خو اوس یوازي پنځه فیصده وېزې منل سوي او پاته یې رد سوي.
د سپین بولدک – چمن عمومي لار له څو میاشتو او د ناروغانو لپاره د مازل ګلۍ په نامه فرعي لار له دوو اوونیو راهیسي بنده ده.
خلک وايي، دواړو غاړو ته سوداګر او ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي او د دې لاري سرنویشت لا هم نه دی معلوم.