په کندهار کي د پولیو دوې مثبتي پېښي ثبت سوي دي

په کندهار کي ځیني سرچینې وایي، د پولیو یا ګوزڼ دوې تازه مثبتې پېښي د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کي ثبت سوي دي.
د سرچینو په خبره، د پولیو دغه دوې تازه پېښي د کندهار ولایت په ارغستان او شاه‌ولي کوټ ولسوالیو کې ثبت سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي له دې سره په کندهار کي د پولیو مثبتي پېښي څلورو ته ورسېدې چي درې یې تایید سوي او یوه پېښه لا تایید سوې نه ده، خو په کوچني کي د ګوزڼ نښې لیدل سوي دي.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز پر ایکس پاڼه کي لیکل سوي چي د دې مرکز رییس ډاکتر عبدالقدوس بریالي کندهار ته د خپل سفر پر مهال په پولیو د اخته کوچني له کورنۍ سره هم لیدلي دي.