د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، نن سه شنبه په کندهار ښار کي په دریو جلا، جلا پېښو کي اته تنه ښځي او کوچنیان مړه سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست رییس وایي، دا پېښي د کندهار ښار په پنځمه او اوومه ناحیو کي رامنځ ته سوي او د پېښو د رامنځ ته کېدو لاملونه یې اورښتونه او سېلابونه بللي دي.
په لومړۍ پېښه کي د پنځمي ناحيې اړوند د ښوراندام سیمي په یوه مانده کي ۴ تنو پېغلانو نجونو کالي وینځل چي د سېلاب اوبه ورباندي راغلي او وړي یې دي چي دریو تنو ژوند له لاسه ورکړی او یوه ژغورل سوې ده.
د ریيس په وینا، په دغه ناحیه کي په یوه بله پېښه کي یوه ماشومه د سېلاب اوبو وړې او ژوند یې له لاسه ورکړی.
هغه زیاته کړه، په یوه بله پېښه کي د کندهار په اوومه ناحيه کي پر یوې کورنۍ د خوني چت رالوېدلی چي له امله یې یوه ښځه او دوه کوچنیان مړه سوي، دوه کوچنیان او یو نارینه ژوبل سوي دي.
د روانو اورښتونو له امله د هیواد له نورو ولایتونو څخه هم د سېلابونو او اورښتونو له امله د مرګ ژوبلي راپورونه ورکول سوي دي.