په کندهار کي د ښاروالۍ له خوا د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې کار پيل سو

د کندهار په شپږمه ناحیه کي د ښاروالۍ له خوا نن شنبه د دوه کیلومتره سړک د اساسي جوړولو چاري پيل سوې.
تر هغه وروسته چي په کندهار کي د دولتي کسانو پر تصویر او ویډیو بندیز ولګېد دا لومړی ځل دی چي د ښاروالۍ مسوولین د خبریالانو په شتون کي د یوې پروژې چاري پيلوي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي، د دغه سړک پر جوړولو ۲۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي د دوو میاشتو په موده کي به یې چاري بشپړي سي.
هغه زیاته کړه، ښاروالي د راتلونکي ۱۴۰۳ کال لپاره ۱۹ لويي پروژې په پلان کي لري چي زرګونو کسانو ته به پکښي د کار زمینه برابره سي.
د سیمي اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چي له کلونو وروسته یې د سیمي مهم سړک جوړیږي او دوی به ورسره له ډېرو ستونزو څخه خلاص سي.
دوی غوښتنه کوي چي دې ورته نوري پروژې هم باید پلي سي خو ډېره پاملرنه باید د چریو جوړولو ته وسي ځکه اکثره وخت د اورښتونو پر مهال چرۍ بندي وي او اوبه د خلکو کورونو ته اوړي.