د مرکز کابل څخه را وروسته په کندهار کي د پوهني رياست له خوا د ښوونځيو د لسم څخه تر دولسم ټولګۍ پوري ټولو زده کوونکو ته ويل سوي دي، چي ښوونځي ته د راتګ پرمهال به سپيني جامي په تن کوي او سپينه لنګوټه به تړي.
د کندهار د ښوونځيو څخه څو تنو زده کوونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، که چيري دوی سپيني جامي په تن نه کړي او سپينه لنګوټه ونه تړي؛ نو د ښوونځي د ادارې له خوا ښوونځی ته نه پريښودل کيږي او يا هم د ښوونځي د ادارې له خوا وهل کيږي، چي ولي ئې د ښوونځي رسمي يونيفورم نه دئ اغوستی.
د کندهار په ښوونځيو کي تر لسم ټولګۍ کښته زده کوونکو ته د اسماني رنګه جامو اغوستل او سپيني خولۍ پرسرکولو سپارښتنه سوې ده.
دا په داسي حال کي ده چي په ښوونځيو کي ګڼ شمېر زده کوونکي د زده کړو له پاره په مالي لحاظ د قلم او کتابچې اخېستلو توان نه لري، چي ورسره سم د پوهني رياست ورباندي د نوي لباس اخېستل جبري کړي دي.