د کندهار ښار د ۱۵ حوزې اړوند د المکي پلازې په سیمه کي د میلمستیا پر مهال د یو کور چت نړېدلی، چي پر مهال ئې یوه کوچنۍ انجلۍ ژوند دلاسه ورکړی او اته تنه نور کوچنیان زخمیان سوي دي.
زخمي سوي کوچنیان میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سوي، چي د یو شمېر کوچنیانو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دئ.