سرچینې وایي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د یوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی دی.
د دغه ځوان جسد نن شنبه د یادي ولسوالۍ په برات کلاچه کي پیدا سوی او وروسته یې جسد د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول سوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چي، دغه کس څنګه او چا وژلی دی او نه هم امنیتي مسوولینو په دې اړه څه ویلي دي.
د دغه کس جسد داسي مهال موندل سوی چي، تېره اوونۍ هم د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کي په یوه څاه کي د یوه وژل سوي ځوان جسد وموندل سو چي، په چړو وژل سوی وو.