په کندهار کي د یوې ۵۰ کلني وژل سوي ښځي جسد موندل سوی

د سه شنبې په ورځ د کندهار د دامان ولسوالۍ د نساجي د پله سره د یوې وژل سوي ښځي جسد موندل سوی  او د ط…البانو له خوا میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سوی دئ.
د سیمي اوسېدونکو څراغ تلوېزیون ته ویلي دی، چي دغه ښځه فریده نوميږي شاوخوا پنځوس کاله عمر لري. د هغوی په خبره چي د غه ښځه له پخوا څخه دلته اوسېدل خو اصلي ځای ئې معلوم نه دئ.
د ط…البانو د کندهار ادارې تر اوسه د یادي پېښي په اړه څه نه دي ویلي او د یادي پېښي لامل هم تراوسه پوري څرګند نه دئ.