په کندهار کي شپېته تنو ښځو ته د ګلدوزۍ د زده کړي پروژه پیل سوه

د قطر د سرې میاشتي په مالي ملاتړ په کندهار کي د شپېتو تنو ښځو لپاره د ګلدوزۍ پروژه پيل سوه چي په پیل کي یې ښځو ته د ګلدوزۍ ټول اړین وسایل ورکول سوه.

د افغاني سرې میاشتي ټولني د کندهار زون د سرې میاشتي ریاست نشراتي مسوول وايي، دغه پرژه د هلال احمر القطري په مالي ملاتړ د بېوزله، یتیمانو او کونډو ښځو د اقتصادي پرمختګ لپاره پيل سوه چي درې میاشتي به دوام ولري.

د هغه په وینا، دغه پروژه په پنځو سیمو کي پلي کېږي، چي ۶۰ تنو ښځو ته د ځان بسیاینې فرصت برابروي.